له ایران څخه څه باندې درې زره کډوال هېواد ته راستانه شول
د تلې په ۲۴مه له ایران څخه درې زره او ۱۶۵ افغان کډوال په جبرې او خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په وينا، له یادو کسانو څخه د کورنيو او مجردانو په ګډون ٣٠٤ تنه اړمن او زیانمن تشخیص او د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته د خوراکي او غير خوراکي توکو د تر ترلاسه کولو په موخه ور وپېژندل شول.