د پاکستان څخه له ۵۰۰ زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت د ماجرينو چارو رياست د تلې په ۱۸مه د پاکستان څخه د ۵۱۷ کورنيو د رستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر دمعلوماتو له مخې۵۱۷ کورنۍ، چې دوه زره او ۹۸۱ تنه کېږي د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرينو چارو ادارې کې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوې دي.