هرات کې د زلزلې له امله ۱۲۱زیانمن شوو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

۱۲۱ کورنۍ، چې په هرات ولايت کې د زلزلې له امله زيانمنې شوې وې د تلې په ۱۷مه ورسره د د خوراکي توکو او نغدي مرستې ترسره شوې.
د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې يادې کورنۍ چې د انصاري د مهاجرينو کمپ کې ځای پرځای شوې وې د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته ۱۲ زره او ۴۲۰ افغانۍ، د روغتيايي شبکې په مالي مرسته ور ته د پخلنځي وسايل، د دوو خَیر ښځو په مالي مرسته ورته ۱۰۰ د خوراکي توکو کڅوړې، او د هرات د شام رستورانت په مالي مرسته ور ته د خوراکي توکو ۴۰۰ کڅوړې ووېشل شوې.