بلخ کې ۱۸۵ کورنيو سره د خوراکي توکو او صابون جوړولو د وسايلو مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۱۸۵ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته د تلې په ۱۰مه د خوراکي توکو او صابون جوړولو د وسايلو د ورکړې خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري په شولګرې ولسوالۍ کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې د هلال آبي خيريه بنسټ په مالي مرسته  ۱۶۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۷ قلمه خوراکي توکي او د پکو مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست د استازو په شتون کې د معاذ بن جبل د مهاجرينو ښارګوټي کې ۲۵ کورنيو ته د ۲۱ زره او ۴۰۰ افغانيو په ارزښت ۲۲ قلمه د صابون جوړولو وسايل  ووېشل شول.