پکتيکا کې له دوه زرو زياتو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
-

۹/۷/۱۴۰۲
د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د شمالي وزيرستان دوه زره او ۶۰۲ کورنيو سره د تلې په ۸ مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په برمل او ارګون ولسواليو کې مستحقې په نښه شوې وې د کپو مؤسسې په مالي مرسته د تلې د ۶ نېټې څخه تر۸ مې نټې پورې هرې کورنۍ ته ۴ قلمه خوراکي توکي وېشل شوي دي.