ننګرهار کې ١٠٠ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

ننګرهار کې ١٠٠ اړمنو کورنيو سره د تلې په ٧ مه نغدي مرستې وشوې.

يادې کونۍ چې مخکې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د کار کوونکو له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ناروې د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته ٢٧ زره افغانۍ ووېشل شوې.

د يو بل خبر له مخې ٣ کورنۍ چې د پنجشېر، کابل او جوزجان ولايت څخه بلخ ولايت ته کډه شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته په دو کټکوريو کې ٧٩ زره او ٤٥٠ او ٢٢ زره او ٦٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.