پکتيکا کې د راستنېدونکو د نومليکنې مرکز پرانيستل شو

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې په دغه ولايت کې د وږي په ۲۸مه د راستنېدونکو د نومليکنې مرکز پرانيستل شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې ياد مرکز د وزارت مقام د حکم پر اساس او د مهاجرينو چارو رياست او ولايتي ادارې په هڅو د ډيورنډ فرضي کرښې تر څېرمه په انګور هډه کې پرانیستل شو او په کار يې پيل وکړ.
سرچينې زياتوي، چې د ياد مرکز په پرانيستلو سره اوسمهال هغه راستنېدونکي چې له پاکستان څخه راستنېږي د نومليکنې او شمېرو د معلومولو سربېره د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د دوی معلومات د مهاجرينو چارو وزارت او همکارو مؤسسو سره شريکېږي.