د پاکستان څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د زمري د ۲۹ مې څخه تر۳۱ مې نېټې پورې يو زر او ۶۰۰ تنه افغان مهاجر له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې۲۵۰ کورنۍ، چې يو زر او ۶۰۰ تنه کېږي په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

سرچينې زياتوي، چې ياد خلک د ثبت او راجستر وروسته د لومړينو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول او يوشمېر هغه کسان چې په بېلابېلو ناروغيو اخته وو د صحي شبکې مؤسسې له لوري يې وړيا درملنه وشوه