ننګرهار کې له زرو زياتو کورنيو ته مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې د ملل متحد د مرستو د همغږۍ مؤسسې له لورې په دغه ولايت کې يو زرو او ۸۹۰ کورنيو ته د مرستو دوېش خبر ورکړ.
په يادو کورنيو کې راستنېدونکې، بېځايه شوې او اړمنې کورنۍ شاملې دي،چې د مهاجرينو چارو رياست له لورې په بهسودو او سرخرود ولسواليو کې سروې شوې وې.
په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي او ۲۳۵۰ افغانۍ ووېشل شي.