د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران څخه دوه زره او ۶۷۸ تنه افغان مهاجر د وږي په ۲۲ مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکوکې کورنۍ او مجردين شامل ول، چې له ډلې يې ۱۴۶۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.