کابل کې ۲۱۰۰ کورنيوسره دخوراکي کڅوړ مرسته وشوه
د سعودې عربستان هېواد د (الملک سلمان ابن عبدالعزيز اللا غاثته و الاعمال الانسانيه ) موسسې له لورې د کابل ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۱۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دهېواد له بېلابېلو برخو او له ګاونډيو هېوادونو راستنې شوې وې د تېرپنجشنبې په ورځ د غويي ۱۹مه د کابل ولايت هرې ولسوالۍ بېخايه شوو ته دخوراکي موادو ۱۵۰ کڅوړې، چې ټولې يې ۲۱۰۰ کڅوړې کېږي ووېشل شوې .