بادغيس کې سلګونه يوځای شوو کورنيو سره مرستې وشوې
۳۵۰ کورنۍ چې مخکې د بادغيس ولايت مرکز قعله نو کمپ کې مېشت شوې وې او اوسمهال خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې دي د وږي په ۱۴مه ورسره د NRC مؤسسې له لوري مرستې وشوې.
د ياد ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو له مخې يادې کورنۍ د دغه ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لوري په قادس، آبکمري، مقر، سنګ آتش او مرکز قعله نو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د يادې مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۲۴ زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.