د ايران څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران څخه ۷۷۴ تنه افغان مهاجر وږي په ۴ مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۶۲۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.