د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom) مرستيالۍ د نوماندانو له ډلې يې يوه افغانه ميرمن ده
د عامې روغتيا پخوانۍ وزيره ثريا دليل په جنوا کې د افغانستان پخوانۍ استازې او په سويس کې د افغانستان پخوانۍ سفيره، چې اوس مهال دبهرنيو چارو وزارت د ارشدې سلاکارې په توګه دنده پرمخ وړي د کډوالۍ نړيوال سازمان د مرستيالۍ د پنځو نوماندانو په کتار کې شتون لري.
اغلې دليل د تېرې سې شنبې په ورځ دغويي په ۱۷مه د کډوالو چارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي سره په ليدنه کې په دې اړه خبرې اترې وکړې.
د کډوالو چارو وزير د خوښۍ ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې د هغې په برياليتوب سره به افغان کډوالو لپاره يو ښه فرصت رامنځ ته شي.
هغه زياته کړه چې اوس مهال د کډوالو چارو وزارت د کډوالو دحوالو د لګښت پرکموالي او دکډوالۍ په يوې پراخې پالېښۍ کار کوي، چې دکډوالۍ نړيوال سازمان کولای شي چې دکډوالو دحوالو دلګښت په کموالي او د تحصيلي او ګارګرۍ ګډوالۍ په موخه له کوربه هېوادونو سره هوکړه رامنځ ته او له دې ادارې سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.
