سمنګان کې سلګونو کورنيو سره د لمريرزې برېښنا د وسایلو مرستې وشوې

anwari_morr
-

 

د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې ٧٨٠ کورنيو ته د لمريزې برېښنا د تختو وېش د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په همکارۍ د زمري په ٩مه پای ته ورسېده.

يادې کورنۍ، چې مخکې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په دره صوف پایين ولسوالۍ کې سروې شوې وې د مهاجرینو چارو ریاست د نظارت لاندې د سولرونو توزیع  د چنګانښ د ٢٥ مې څخه د زمري تر ٩مې پورې ترسره شو.