فارياب کې بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د (WFP) موسسې له لورې د فارياب ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ له ۹۰ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د المار، قيصار، شېرين تګاب او بلچراغ ولسواليو څځه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د غويي په ۱۱ مه هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه، ۷ کيلو دالنخود، ۷ کيلو غوړي ، ۲۱ دانې بيسکويټ او نيمه کيلو مالګه ورکړل شوه.