مسلکي مرستیال د یوپلاوي په مشرۍ د فاریاب ولایت د مهاجرينو رياست څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۴:۵۰
ـ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د یو پلاوي په مشرۍ د فاریاب ولايت د مهاجرینو ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست شته ستونزې او ننګونې یې برسي کړي.
ښاغلي راشد هغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د اجرااتو د ارزونې په لړ کې  وویل موږ د مرستندويه بنسټونو سره په ګډې همغږۍ او همکارۍ هڅه کوو، چې په دغه ولایت کې راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره لازمې بشري مرستې تر سره کړو.
 هغه د مهاجرینو چارو رييس ته لار ښوونه وکړه، چې د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو په سروې کې دې له دقت او شفافیت څخه کار واخلي او د مرستندویه بنسټونو مرستې دې د مهاجرینو چارو رياست سره په همغږۍ ووېشل شي.
نوموړي یو شمېرمشرانو، سپین ګیرو او د بېځايه شوو استازو ته ډاډ ورکړ ویې ویل، په دغه ولایت کې به راستنېدونکو، بېځايه شو او اړمنو کورنیو ته لا ډېر خدمات وړاندې کړي.
وروسته د فارياب ولایت د مهاجرینو چارو رييس مولوي سیف الدين جهادي د ياد ریاست د فعاليتونو او ترسره شووکړنو په اړه معلومات ورکړل.
د یاد سفرموخه د مهاجرینو چارو ریاست، د مهاجرينو دښارګوټو او د بېځايه شوو د سیموڅخه ليدنه او په دغه ولایت کې د چارواکو او نړیوالو بنسټونو له مسؤلينو سره د راستنېدونکو، داخلي بېځايه وو او اړمنو کورنیو د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې کول وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

بېرته خبرونه ته