نورستان کې له ۱۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د نورستان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ۱۲۱ کورنيو سره د زمري په لومړۍ نټه مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې، چې د دغه ولايت په برګمټال، کامدېش، وايګل، دوآب، منډول او نورګرام ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې ۱۰۹ کورنيو هرې کورنۍ ته ۴۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ او ۱۲ کورنيو هرې کورنۍ ته ۶۱ زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.