د مالي مسايلو، محاسبې او تدارکاتو په اړه  روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېده

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۵:۱۷
_

د مرکزي او ولايتي رياستونو او آمريتونو ۸۰ تنو کار کوونکو ته د مالي مسايلو، محاسبې او تدارکاتو په اړه روزنيز ورکشاپ، چې د چنګاښ په ۲۶مه د مهاجرينو چارو وزارت د ناستو په تالارکې جوړ شوی و پای ته ورسېده.
په دغه ورکشاپ، کې چې د بشري سرچينو، مالي اواداري رياست او تدارکاتو آمريت لخوا د درې ورځو لپاره جوړ شوی و،پکې مالي، محاسبې او تدارکاتي موضوعات د وزارت د مسلکي او مجربو کار کوونکو له لورې تشريح شول او د ګډونوالو سوالونو ته ځوابونه وويل شول.
د ورکشاپ په ورستۍ برخه کې مالي او اداري رئيس ښاغلي جمال ځدران او د بشري سرچينو رئيس مفتي مديرګل احمدي يوځل بيا په ورکشاپ کې پر راپورته شوو موضوعاتو خبرې وکړې او يوشمېر مهم موضوعات يې يوځل بيا مطرح کړل او د هغوی په سم تطبيق يې ټينګار وکړ.
په پای کې د ګډونوالو لپاره د ارزيابۍ ځانګړي فورمونه، چې پکې د نظرونه او وړانديزنه برخه هم وه د ډکولو په موخه ووېشل شول،چې د هغه په بشپړولو سره ورکشاپ پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

بېرته خبرونه ته