د پاکستان څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د چنګاښ د ۲۰ مې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې يو زرو ۱۷۹ تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې په يادو راستنېدونکو کې يو زرو ۱۵۵ تنه په خپلو خوښه او ۲۴ تنه نورخوشې شوي بنديان ول چې په جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي وو.
سرچينې زياتوي چې ياد کسان ثبت او راجستر شول او لازم اسناد ورته ورکړل شول.