سمنګان کې لسګونو کورنيو ته د لمريزې برېښنا وسايل ورکړل شول

د آغا خان دفتر له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ۸۴ کورنيو سره د چنګاښ په ۲۴مه د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې د دغه ولايت په روی دوآب او خرم سارباغ ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه دوه ۲۰۰ واټه د لمريزې برېښنا تختې، دوه ۲۰۰ امپيره بطرۍ سره د وسايلو ووېشل شوې.