په يو شمېر ولايتونو کې له دوه زرو زياتو کو رنيو سره مرستې وشوې
تېره اوونۍ د هېواد په نهو ولايتونو کې د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې د چنګاښ له ۱۷ مې تر ۲۲ نېټې پورې ۲ زره ۷۸۰ کورنيو سره مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې په قندهار، سرپل، باميان، تخار، ننګرهار، بغلان، بادغيس او غزني ولايت کې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې وې هرې کورنۍ ته د اړتياوو په نظر کې نيولو سره نغدي پيسې، خوراکي توکي او د لمريزې برېښنا وسايل وېشل شوي دي.