سمنګان کې شاخوا ۱۰۰ کورنيو سره مرستې وشوې
د اکشن ايډ موسسې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۹۹ کورنيو سره د چنګاښ په ۲۲ مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت په روی دوآب او خرم سارباغ ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره او ۷۲۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
د ويلوده، چې يادو کورنيو سره مخکې هم د سرپناه د جوړېدو په موخه څلور قسطه نغدي مرستې ترسره شوي دي.