بغلان کې د يو ښوونځي د جوړېدو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې د بغلان په مرکزي ولسوالۍ کې د يو ښوونځي د جوړېدو د کار لومړنۍ سروې د چنګاښ په ( ۲۱مه ترسره شوه.
د ياد ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو لپاره د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ګجرآباد سيمې د اوسېدونکي د مولوي عبدالمنان له لورې د چهارشنبې په غونډۍ کې يونيم جريب ځمکه وقف شوې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته جوړيږي.
د ياد ښوونځي د جوړېدو لومړنۍ سروې د پوهنې رياست د انجينرۍ ټيم له خوا د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ ترسره شوه.
د سرچينې په خبره د يادې ودانۍ د جوړېدو چارې به وروسته پيل شي.
د ويلوده، چې دغه ښوونځی له کلي څخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ پورې (۳۵) کيلو متره فاصله لري، چې پکې
( ۷۵۰) کورنۍ او ( ۷۸۵۰) تنه ژوند کوي.