سمنګان کې لسګونه کورنۍ د لمريزې برېښنا د وسايلو څخه برخمنې شوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۶۲) کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه دوه لمريزې برېښنا تختې، دوه (۲۰۰) امپيره بطرۍ سره د وسايلو ووېشل شوې.