فارياب کې (۱۵۷) کورنيو سره نغدي مرستې شوي
د (UNHCR) دفتر له لورې د فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۵۷) کورنيو سره د غبرګولي په (۳۱) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په بېلابېلو ولسواليو کې سروې او مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۴۷) زره او (۷۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.