په يوشمېر ولايتونو کې له (۲۰) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
په تېرې يوې مياشت کې په (۱۸) ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې له (۲۰) زرو څخه زياتو کورنيو سره مرستې شوې.
په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو د معلوماتو له مخې په هرات، کاپيسا، قندهار، ننګرهار، باميان، خوست، جوزجان، بدخشان، بلخ، بغلان، ميدان وردګ، سمنګان، فارياب، لوګر، سرپل او بادغيس ولايت کې (۲۳) زره او ۳۱۹) کورنيو سره، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې وې د يوشمېر همکارو بنسټونو له لورې هرې کورنۍ ته خوراکي توکي، روغتيايي او کورنۍ کڅوړې، نغدې پيسې، د لمريزې برېښنا تختې او د خياطۍ وسايل ووېشل شوي دي.