جوزجان کې (۴) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (WAW) او (ACHRO) موسسې له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۴) کورنيو سره د غبرګولي په (۲۷) مه نغدي مرستې وشوې.
يادو کورنيو سره په دوو کټګوريو کې نغدي مرستې وشوې، چې (۲) کورنيوته (۷۰۰) امريکايي ډالره او پاتې (۲) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۹) زره او (۱۵۰) افغانۍ نغدې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ او څارنې ووېشل شوې.