د ايران څخه له درې سو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران څخه (۳۴۹) تنه افغان مهاجر د غبرګولي په (۱۴) مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۱۳) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.