سمنګان کې له (۱۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (ACTION AID) موسسې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۰۴) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۳) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت په دوآب او خرم سارباغ ولسواليو کې  سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د کور جوړولو په موخه هرې کورنۍ ته (۲۵) زره او (۶۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.