بلخ کې درې کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-

د(ACTED) موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۰) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې څه موده وړادې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مزار شريف اړوند شاخوا سيمو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته ( ۲۵) زره او (۳۷۵) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.