له دوه  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه (۲۷۳۱) تنه افغان مهاجر د غوايي په ( ۲۸) مه هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۵۴۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.