د پاکستان څخه له (۲۰۰)   زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غوايي په (۱۲) مه ( ۲۳۶) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.

د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۳۴) کورنۍ، چې ( ۲۰۴) تنه کېږي په خپله خوښه او (۳۲) تنه نور په جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي،چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.