د ايران د الغدير له زندانه شل ته افغانان خوشې شول
(۲۰) تنه افغانان چې د ايران په زندان کې بنديان ول له بنده ازاد او د وري په ( ۱۰) مه هېواد ته راستانه شول.
په خوشې شوو افغانانو کې زده کوونکي، علما او عام خلک شامل ول، چې د افغانستان د قونسلګرۍ او د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي په هڅو د ايران د زاهدان ښار د الغدير له زندانه خوشې او هېواد ته را انتقال شول.
خوشې شوي افغانان د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې د راستنېدو وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
د يوبل خبر له مخې يو ماشوم،چې په ترافيکي پېښه کې يې ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې وه، د ايران هېواد د مسؤلينو له لورې د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست ته سپارل شوی، چې د مهاجرينو چارو د رئيس په وينا ياد ماشوم د کورنۍ نږدې غړو او د (HRDA) موسسې ته ور پېژندل شوی.