د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د(UNHCR) دفتر له رییس سره ليدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۲۱:۴۶
-

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د (UNHCR) له رییس سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په پیل کې ښاغلي راشيد خبرې وکړې ویې ویل، د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او د (PPA-2023) پروژې د پیل په موخه د دواړو خواوو له هوکړې وروسته د مهاجرینو چارو وزارت تخنیکي کمېټه جوړه کړه او په مرکز او ولایتو کې یې مهم فعالیتونه، د سرویرانو معاشونه، د (UNHCR) دفتر او مهاجرینو چاور وزارت ترمنځ د ګډو فعالیتو لګښتونه اوپه یاده پروژه کې یې یوشمېر فعالیتونه مشخص کړي او هیله لرو چې د (UNHCR) دفتر هم د پروژې د فعالینو د بحث لپاره خپله تخنیکي کمېټه معرفي کړيي، تر څود  لومړنيو پړاوونو له تېرېدو وروسته په یادې  پروژې د دواړو خواوو په هوکړې سره عملي کار پیل شي.

وروسته  د پلان او پالېسۍ  رئیس قاري احمدالله هاشمي او د وزارت د برنامو ارشد مدیر  محمد اجمل په مرکز او ولایتونو کې د (PPA-2022) پروژې د مثبتو پایلو په یادولو سره د (PPA-2023) پروژې لپاره مرکز او ولايتونو کې د ځانګړو شوو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د( UNHCR ) دفتر رئیس له خپل دفتر سره د مهاجرینو چارو وزارت له لازمې همغږۍ څخه د مننې په څرګندولو سره، په مرکز او ولایتونو کې په لنډ وخت کې د (PPA-2022) پروژې اغیزمن تطبیق او د وزارت له لورې د تخنيکي کمېټې جوړول  مهم ګام وباله ویې ويل، چې  د( UNHCR) د دفتر له لورې د  تخنيکي کمېټې د جوړېدو په اړه به  له مرکزي دفتر سره تر مشورې وروسته اقدام وکړي.

دواړو لورو د غونډو پر تنظیم، د اړېکو پر دوام او د دواړو ادارو  ترمنځ د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ او د لا زیاتو همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته