لغمان کې (٣٠٥) کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

د (UNHCR)  دفتر له لورې د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ (٣٠٥) راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرینو چارو ریاست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه دوه بطرۍ یوه یوه د لمريزې برېښنا (٣٠٠)واټه تختې، وسایل  او دکرايه لپاره (٢٦٥٠) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.