د پاکستان له زندانو له سلو زیات افغانان خوشې شول

anwari_morr
-

 

(١٨٥) تنه افغان زندانیان چې د پاکستان په زندانوکې په موقت بند محکوم شوي و خوشې او د کب په (٢٩) مه هېواد ته راستانه شول.

خوشې شوي افغانان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول، چې د یاد سازمان له لورې ورسره خپلو اصلي سیمو ته د لېږد په موخه نغديمرستې وشوې.