پکتيا کې له زرو زياتو کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرسته وشوه
د (UNHCR) دفتر له لورې د پکتيا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ په ياد ولايت کې د ( ۱۲۵۰) کورنيو سره د کب په ( ۲۲) مه د لمريزې برېښنا د وسايلو مرسته وشوه.
يادو کورنيو څخه چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره وړپه پيژندل شوې وې هرې کورنۍ ته د لمريزې برېښنا دوه دوه تختې سره د وسايلو ووېشل شوې.