په لسو ولايتونوکې نږدې (۱۰) زرو کورنيو سره مرستې شوي

anwari_morr
-

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۱۰) ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو په همکارۍ د کب د (۱۳) مې څخه تر (۱۸) مې نېټې پورې ( ۹۹۷۱) کورنيو سره  مرستې شوي.

په يادو مرستو کې نغدې پيسې، خوراکي توکي او ژمنۍ بستره شامله وه، چې په هرات، تخار، لغمان، کندز، کاپيسا، غور، هلمند، پکتيکا، ننګرهار او جوزجان کې يادو کورنيو ته وېشل شوې ده.