غور کې زر کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د غور ولايت په مرغاب، الفارق او الله يار ولسوالو او د برخانه ميدان په بېلابېلو برخو او د فيروزکو اړوند غلمين سيمه کې د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ( ۱۰۰۰) کورنيو سره د کب په ( ۱۳) مه مرستې وشوې.
يادو کورنيو څخه هرې کورنۍ ته پېنځه پېنځه کمپلې ووېشل شوې.