ارزګان کې (۵۷) کورنيو سره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۵۷) کورنيو سره د کب په ( ۹) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ د خاص ارزګان، دهرارود، چورې ولسوالۍ او مرکز څخه وې او د پاکستان څخه خپلو اصلي سيموته راستنې شوې وې هرې کورنۍ ته په دوهم قسط کې ( ۸۵۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.