له  دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل  له لارې د ايران څخه  د سلواغې  د ( ۱۵) مې څخه تر (۱۷) مې نېټې پورې ( ۲۶۶۹) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجارينو چارو د رئيس په برخه  د يادو راستنېدونکو له ډلې  ( ۴۵) کورنۍ، چې ( ۱۶۲) تنه کېږي ( ۲۵۰۷) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې(۴۰) کورنۍ  ( ۸۲ )  تنه نارينه، ( (۶۴) تنه ښځينه د  (۱۰۰) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژند شول.