کاپيسا کې ( ۴۲) کورنيو سر مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر په مالي مرسته د (WSTA) موسسې له لورې د کاپيسا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د سلواغې په ( ۱۳) مه ( ۴۲) کورنيو سره مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې ( ۳۹) کورنيو هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه په دوهم قسط کې ( ۳۰۰) امريکايي ډالره او (۱۲) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۸۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.