هرات کې له زرو زياتو کورنيو سره د ژمنيو توکو مرستې وشوې

sadam_morr
-

د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ او همغږۍ د هرات ولايت په شيدايي کمپ کې د مرغومي په ( ۲۷) مه (۱۲۳۰) کورنيو سره د ژمنيو توکو مرستې وشوې.

يادې مرستې د ترکيې هېواد له لورې وې چې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست  په همکارۍ او څارنې هرې کورنۍ ته يوه يوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.

په پام کې ده، چې يادې مرستې  زرګونو نورو کورنيو سره هم ترسره شي.