له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د مرغومي د ( ۲۲) مې څخه تر (۲۴) مې ( ۳۰۲۹) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر په خبره ( ۱۴۱۷) تنه د مرغومي په ( ۲۴) مه هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( ۱۹۵) تنه مشران د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژند شول.
همدرانګه د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د مرغومي په ( ۲۲) مه او (۲۳) مه (۱۴۷۹) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې (۱۳۴) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژند شول.