له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۸) مه ( ۱۳۷۲) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکوکې ( ۱۱) کورنۍ، چې (۵۲) تنه کېږي (۱۳۲۰) تنه نور يې مجردين ول.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکوله ډلې (۲۳) ماشومان چې رد مرز شوي و د مرستو په موخه (WARCHILD) دفتر ته ور وپېژند شول.