باميانو کې له دوه زرو زياتې کورنۍ د نغدي او روغتيايي مرستو څخه برخمنې شوې
د رفاه اسلامي او (ACTION AID) موسسې له لورې د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د مرغومي په لومړۍ نېټه ( ۲۴۳۹) کورنيوسره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د رفاه اسلامي موسسې له لورې ( ۸۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۳) قلمه روغتيايي مواد او د(ACTION AID) موسسې له لورې (۶۳۹) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۷۵۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.