پروان کې سلګونو کورنيوسره مرستې وشوې
د مهاجرت نړيوال سازمان له لورې د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د ليندۍ په ( ۲۸) مه په مرکز او شيخ علي، سياه ګرد او شينوراو ولسوالۍ کې (۷۰۰) کورنيو سره مرستې وشوې.
د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته (۲۰۰) امريکايي ډالره نغدې، درې کمپلې او د نارينو، ښځينه و او ماشومانو البسه ووېشل شول.