په درې ولايتونوکې (۱۸۹) کورنيوسره مرستې وشوې
د مرستندويه بنسټونو په همکارۍ په پروان، غزني او ننګرهار کې د ليندۍ په (۲۰) مه ( ۱۸۹) بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د (CHA) موسسې له لورې په غزني کې (۵۵) کورنيو ته او په پروان کې (۲۵) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۶) زره افغانۍ اوپه ننګرهار کې د (UNHCR) دفتر له لورې (۱۰۹) کورنيو هرې کورنۍ ته (۷۰۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.