له  درې زرو زيات   افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

دهرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه   د ليندۍ په ( ۱۷) مه  او (۱۹) مه ( ۳۷۵۵)  افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

په يادو راستنېدونکو کې (۶۸) کورنۍ چې (۲۳۰) تنه کېږي (۳۴۳۵) تنه نور مجردين ول، چې له ډلې يې  (۴۰) کورنۍ چې  (۱۲۱) تنه کېږي د (۶۸۱) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

د يوبل خبر له مخې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ليندۍ په (۱۷) مه او (۱۸) مه (۲۹۳۷) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د ماجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۴۵) کورنۍ چې ( ۱۶۹) تنه کېږي ( ۲۷۶۸) تنه نور مجردين ول، چې له ډلې يې ( ۳۵) کورنۍ چې (۷۰) نارينه، ( ۷۴) ښځينه د (۴۶۱) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.